چک جمهوریت چې په اکټوبر میاشت کې د کرونا وبا د مهارولو لپاره شدید محدودیتونه لګولي وو، د ډسمبر میاشتې له درېیمې د محدودیتونو کمولو اعلان کړی دی.
په چک جمهوریت کې به رستورانتونه پرانیستل کېږي، خو فعالیت بهیې محدود وي.
د اروپا په دغه هېواد کې به د شپې له خوا ګرځبندیز هم لیرې شوي او ځینو ورزشي فعالیتونو به هم اجازه ورکړل شي.