د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۰۸

څېړنه: په افغانستان کې نړیوالو مرستو د پام وړ اغېز نه درلود

د کابل ښار يوه څنډه
د کابل ښار يوه څنډه

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمعې د ژنیو کنفراس په درشل کې د یو راپور په خپرولو سره ویلي دي چې نړیوالو مرستو د پام وړ اغېز نه درلود.

د افغانستان مدني ټولنو مجتمعې ( مجما) د څېړنې موندنې ښیې، چې افغانستان سره د نړیوالو مرستو د پام وړ اغېزمنتیا نه درلوده.

دې بنسټ خپلې موندنې د یکشنبې په ورځ کابل کې اعلان کړې او ويې ويل، چې دغه څېړنه یې په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۷۵۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی.

د مدني ټولنو مجتمعې د پروګرامونو مسوول ایوب شهریار ازادي راډیو ته وویل، د نړیوالو مرستو د بې ګټې تمامېدو ترڅنګ په هېواد کې د بشر حقونو تر پښو لاندې کول هم جدي ستونزه ده.

هغه زیاته کړه: "د نړیوالو مرستو د اغېزمنتیا په اړه ۵۰ سلنه په دې باور دي چې یادې مرستو لږ ه اغېزمنتیا درلوده، د بشر حقونو په اړه ۸۹.۷ سلنه خلکو ویلي، هغوی چې د بشر ضد جرمونه يې کړي او ظلم یې کړی باید د قانون منګولو ته وسپارل شي."

د جګړې ختمېدل، له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې سولې ته رسېدل، امنیت، ښه حکومتوالي، اداري فساد سره مبارزه، او نور په دغه څېړنه کې د خلکو غوښتنې راخیستل شوي دي.

په څېړنه کې راغلي چې ۹۳.۵ سلنه مرکه کوونکي د طالباني نظام غوښتونکي نه دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وايي، افغانستان کې نړیوالي مرستې په ښه توګه لګول شوي او په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه شته دي.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه: "افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستو ډېره ښه اغېزمنتیا درلوده او نن چې کوم پرمختګونه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د افغانستان د دولت او خلکو د هڅو په پایله کې وینو پرته له شکه د پام وړ دي."

د ژنیو ناسته د لسګونو هېوادونو او نړیوال سازمانونو په ګډون ، د فنلند، افغانستان او ملګرو ملتونو په ګډ کوربه توب په مجازي توګه سبا د سویس په ژنیو ښار کې ترسره کېږي.

دې کنفرانس کې د ګډون په موخه حکومتي پلاوی د بهرنیو چارو د وزیر حنیف اتمر په مشرۍ د ناستې ځای ته رسېدلی دی.

په دې ناسته کې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلې مالي ژمنې او دولت هم د راتلونکو پنځو کلنو لپار خپل بروګرامونه اعلانوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG