د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

هند نوې ډېلي کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ


ارشیف، د پاکستان او هندوستان ګډ بیرغونه، عکس تزئیني بڼه لري.
ارشیف، د پاکستان او هندوستان ګډ بیرغونه، عکس تزئیني بڼه لري.

هندوستان د هغه څه په عکس العمل کې چې په پاکستان کې د یوې دېره افراطي ډلې د وسله والو د یوې حملې شنډول بلل شوي، پرون شنبه (د نوامبر ۲۱مه) د پاکستان یو مخکښ ډیپلومات احضار کړ.

نوې ډېلي وايي، د لانجمن کشمیر د پولې په اوږدو کې یې تېره اوونۍ د جیش محمد ډلې د افراطي وسله والو د یوې لویې حملې مخه نیولې ده.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه په نوې ډېلي کې د پاکستان شارژدافیر ته خپل رسمي اعتراض وسپاره.

د وزارت په حواله "هند خپله پخوانۍ غوښتنه تکرار کړه چې د پاکستان د نړیوالو تعهداتو پرځای کوول وو، هغه دا چې پاکستان دې تر خپلې ولکې لاندې له قلمرو څخه د هند پرضد د تروریستي اعمالو لپاره کار نه اخلي."

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي تېره جمعه ویلي وو، د هند له امنیتي ځواکونو سره په وسلواله نښته کې د جیش محمد د څلورو پاکستاني جګړه مارو وژل کېدل، دا جوتوي چې دغو جګړه مارو غوښتل په کشمیر کې یوه لویه وحشیانه او ورانوونکې حمله وکړي.

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي
د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نریندرا مودي ادعا رد کړې او بې اساسه یې بللې ده.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: "پاکستان دا موارد د هندوستان مایوسوونکې هڅه ګڼي چې غواړي تر خپلې ولکې لاندې کشمیر کې له دولتي ټرورېزم او د پاکستان پرضد د ټروریزم له مالي ملاتړ څخه د نړیوالو پام بلې خوا ته واړوي."

د ښاغلي مودي په خبره دا تحولات په داسې حال کې راځي چې په پام کې ده، په کشمیر کې محلي ټاکنې وشي.

هندوستان غواړي چې د نو,مبر میاشتې تر وروستیو پورې تر خپلې ولکې لاندې کشمیر کې د ولسوالیو په سطحه ټاکنې وکړي.

هندي چارواکو دغه راز ویلي چې له وژل شویو جګړه مارو د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه هم ترلاسه شوې ده.

په اټمي وسلو د سمبالو دوو سیمه ییزو رقیبانو هندوستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې لا زیات شو چې په تېره اګسټ میاشت کې د نریندرا مودي حکومت تر خپلې ولکې لاندې د کشمیر چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، د کورواکۍ حیثیت ختم کړ.

کشمیر پر دوو برخو وېشل شوې چې یوه برخه یې د پاکستان او بله د هندوستان په ولکه کې ده، خو دواړه هېوادونه د دې سیمې پر بشپړ مالکیت دعوه لري.

XS
SM
MD
LG