د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

د بې هويته ماشومانو د تثبيت لپاره د قانوني کړنلارې جوړېدو غوښتنه وشوه


په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دفتر
په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دفتر

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، حکومت دې د بې هویته ماشومانو د هویت د تثبیت لپاره یو قانوني کړنلاره جوړه کړي، څو له بشري او انساني حقونو برخمن شي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون موندنې ښيي، چې په دولتي او غیر دولتي روزنتونونو کې یو شمېر ماشومان څوک بې هویته دي او د پېژندنې کوم سند نه لري.

د دغه کمېسیون د ماشومانو د ملاتړ برخې مسوول نجیب الله ببرک زي د شنبې په ورځ د راپور د خپرولو پرمهال وویل، دوی د ۲۷ ولایتونو په روزنتونو کې دا پلټنې کړېاو ۶۷ بې هویت ماشومان یې موندلي، چې ډېری يې په هرات او کابل کې دي.

ښاغلي ببرک زي د راپور له شريکولو وروسته ازادي راډيو ته وویل، حکومت دې د بې هویته ماشومانو د هویت د تثبیت لپاره یو قانوني کړنلاره جوړه کړي څو دوی له خپلو بشري حقونو برخمن شي.

هغه زیاته کړه: "په روزنتونونو کې له شپېتو زیات داسې ماشومان شته، چې حتی دوی په خپل نوم او د پلار په نوم نه پوهېږي، هویت یې نامعلوم دی نسب نه لري او رزنتون ورته نوم ایښی، د ماشومانو د حقونو کنوانیسیون له مخې د دې لپاره چې دوی راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شي تعلیم وکړي، دوی باید نوم ولري او کورنۍ رېښیې يې معلومې شي، حکومت باید په دې برخه قانوني اقدام وکړي او یوه کړنلاره ورته جوړه کړي."

ښاغي ببرک زی زیاتوي، دغه ماشومان د خپلو کورنیو يا هم نامعلومو کسانو له خوا او یا د جګړې له ځایه روزنتونونو ته راوړل شوي، چې اوس يې ادرس ورک دی.

د بشر حقونو کمېسیون موندنې ښيي، چې په رزونتونو کې داسې ماشومان هم شته چې خپلوان لري، خو ډېر وخت کېږي، چې څوک یې لیدو ته نه دي راغلي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې په هېواد کې له پنځه لسو کلونو د کم عمر لرونکوي ۵۸ سلنه ماشومان د تابعیت تذکرې نه لري.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغان حکومت په ځانګړې توګه د عدلیې وزارت نظر هم ولرو، خو له بيا اړيکو سره سره بریالي نه شو.

د نړیوالو قوانینو له مخې د هویت درلودلو حق د افرادو اساسي حق دی، د هویت حق شخصي اړیکې لکه نوم، کورنۍ، نوم، او د مور پلار نومونه، فرهنګي هویت او ټولنیزې اړیکې رانغاړي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت که څه هم د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون د دغه راپور په داړه د خبرو ژمنه وکړه خو دا ژمنه يې پوره نه کړه.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې د افغانستان په قوانینو کې د بې هویت ماشومانو لپاره څه نه شته.

بل خوا د ماشومانو د حقونو کنوانسیون په اتمه ماده کې راغلي، چې د کنوانسیون غړي دولتونه باید د ماشوم هویت تضمین کړي.

XS
SM
MD
LG