د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

کابل او اسلام اباد نوى سند لاسلیک کړ


د عکس ښي لور ته ولسمشر غني او چپ لور ته عمران خان
د عکس ښي لور ته ولسمشر غني او چپ لور ته عمران خان

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا سند کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر او له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر خبرو وروسته لاسلیک شوی دی.

د دې هوکړې د سند له مخې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ژمنه کړې چې د سولې او امنیت، اقتصادي پراختیا، هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو او ګډو همکاریو ته به دوام ور کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن "جمعه" ازادي راډيو ته وویل، چې په دې هوکړه کې افغانستان، پاکستان او په پراخه کچه سېمه کې د سولې، امنیت، اقتصادي پراختیا او ولسي اړېکو په تړاو بنسټیز اصول ځانګړي شوي دي.

ګران هېواد
ګران هېواد

هغه زیاته کړه: "د پاکستان د لومړي وزیر ښاغلي عمران خان د سفر پر مهال په داسې یو سند هوکړه وشوه چې د هغه په اساس به دواړو هېوادونو ترمنځ به دواړه اړخیزې اړېکې پراخې شي، دا سند چې خورا مهم او ځانګړی اهمیت څخه برخمن دی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دواړو هېوادونو او سیمه کې د سولې او ثبات په تړاو د ګډ ليدلوري رامنځته کول دي."

دغه هوکړه له دوه برخو جوړه ده، لومړی پر ګډو پرېکړو او دوېمه برخه د هوکړې د پلي کېدو پر لارو چارو او مهالوېش ټوله ده.

په دې سند کې چې یوه کاپي يې رسنیو ته هم رسېدلې په کې راغلي دي چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان همغږي او د ملګرتیا اړيکي کوم ګواښ نه پېښوي، په دې برخه کې که څه هم د کوم ځانګړي هيواد نوم نه دی اخیستل شوی خو ښايي اشاره يې د کابل او ډیلي اړیکو ته وي.

د سند بل مهم ټکی دا دی چې دواړه هېوادونه باید د سولې د مخالفانو او هغو کسانو په پېژندنه او پر وړاندې ګام اخیستو کې ګډ کار وکړي چې نه پخلا کېدونکي دي او یا د سولې بهیر کمزوری کوي.

سند کې د دواړو هېوادونو د تلپاتې سولې مسله مهمه بلل شوې او تلپاتې سولې ته پر رسېدو ټینګار شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد همدارنګه وايي په دې سند کې تلپاتې سوله داسې پېژندل شوې چې ټولشموله وي او له اساسي قانون سره سم ولسواک نظام ته په کې درناوی شوی وي داسې نظام چې د ښځو او سړیو حقونه په کې خوندي وي.

هغه زیاتوي: "دا سند د دواړو هېوادونو د لوړ رتبه چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی او مهم موضوعات یې سوله، امنیت، اقتصادي همکارۍ او د ولسي همکاریو پراختیا تشکیلوي."

په دې هوکړه کې ویل شوي پاکستان او افغانستان دې د سوداګرۍ، د حکومتي ادارو ترمنځ د روابطو، د ولسونو ترمنځ د اړېکو او د دواړو هېوادونو د امنیتي ادارو ترمنځ دوه اړخیز اړېکي پیاوړي کړي.

د کډوالو د ستونزې چټک هواری بله هغه موضوع ده چې دې سند کې یې یادونه شوې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ هوکړه کې د همکارۍ د دې بهیر د ژوندي ساتلو لپاره په نوبتي ډول د دواړو هېوادونو د مشرانو د سفرونو سپارښتنه هم شوې ده.

په دې لړ کې ټاکل شوې چې ولسمشر غني راتلونکي میلادي کال کې اسلام اباد ته ولاړ شي خو د دقیق وخت په اړه يې څه نه دي ویل شوي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د لوړ پوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ تېره ورځ کابل ته سفر کړی و.

XS
SM
MD
LG