د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

"فایزر" د کرونا ویروس ضد واکسین د تایید ترلاسه کولو هڅه کوي


د فایزر له لوري جوړ شوى د کرونا ویروس ضد واکسین
د فایزر له لوري جوړ شوى د کرونا ویروس ضد واکسین

د امریکا د درمل جوړولو لوی شرکت فایبر او د هغه جرمني شریک بیو اِن تیک به نن د امریکا له حکومته په بېړني ډول د کرونا ویروس ضد واکسین د تایید ترلاسه کولو هڅه وکړي.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې ته دا غوښتنلیک په داسې حال کې سپارل کېږي، چې تمه کېږي په راروانو اوونیو کې د امریکا د درمل جوړولو بل شرکت موډیرنا هم د خپل واکسین د بېړني تایید لپاره غوښتنلیک وسپاري.

دغو شرکتونو ویلي، چې د دوی له خوا جوړ شوی واکسین خلک د کرونا ویروس په وړاندې په سلو کې ۹۵ خوندي کوي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسلا ون دیر لین پرون وویل، چې د موډيرنا او فایزر شرکتونو له خوا جوړ شوي واکسینونه ښايي د اروپايي ټولنې د درملو ادارې له خوا د روان میلادي کال تر پایه تایید شي.

بلخوا د استرا زینیکا او اکسفورډ پوهنتون بالقوه واکسین هم په پوخ عمره کسانو کې د خوندیتوب سیسټم له غښتلتیا سره مرسته کړې ده.

که څه هم نویو جوړو شویو واکسینونو خلکو ته یوه هیله ورکړې، خو اټکل دا دی چې تر اپرېل میاشت پورې به خلک ورته په پراخه پیمانه لاسرسی ونه لري.

XS
SM
MD
LG