د استرالیا د پوځ په یوه راپور کې ویل شوي چې د دې هېواد سرتېرو په افغانستان کې ۳۹ ملکیان وژلي.په افغانستان کې ازاد خبریال بلال سروري له هغو خبریالانو وو چې پر دې موضوع يې راپورونه جوړ کړي.
ده لومړی ځل د دغو پېښو په اړه د استرالیا دولتي تلویزیون اې بي سي ABC ته راپور چمتو کړی وو.
ملالۍ بشیر له بلال سروري سره پر دې موضوع مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلي چې اغېزمنې شوې کورنۍ يې څنګه وموندلې؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ: