د فوټبال اروپايي اتلولیو ته د لارموندلو لپاره د سیالیو په لړ کې نن شپه د جرمني او هسپانیا لوبډلې میدان ته وځي.
د جرمني لپاره دا مسابقه لویه ازموینه ګڼل کېږي ځکه چې د ۲۰۱۸ د نړیوال جام په ګروپي پړاو کې له سیالیو څخه له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره د نړۍ له یوه غښتلي ټیم سره مخامخ کېږي.
جرمني، چې د شنبې په ورځ اوکراین ته ۳ په یو ماتې ورکړه، د نن شپې په سیالۍ کې د ښې لوبې تمه لري.
ټاکل شوې وه چې د اروپا د فوټبال جام سیالۍ سږ کال ترسره شي خو د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله دا سیالۍ یو کال وځنډېدې.