د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۴۰

د ایران ولسمشر د کرونا ویروس درېیمې څپې په وړاندې عمومي بسیج اعلان کړ


ایران کې د په کرونا ویروس اخته ناروغ

د ایران ولسمشر حسن روحاني د کرونا د درېیمې څپې په وړاندې د دولت او ملت د عمومي بسیج اعلان کړی دی.

د ایران روغتیايي چارواکو په دغه هېواد کې په کرونا د اخته خلکو په شمېر کې له بې‌سابقه زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د ایران ولسمشر په یوه اعلامیه کې له ټولو حکومتي او غیر حکومتي ادارو غوښتي چې په هره ممکنه لاره دې د روغتیا وزارت او روغتیاپالانو مرستې ته ودانګي.

په تهران او ۱۰۰ ښارونو کې به د نومبر له ۲۱مې به تازه محدودیتونه هم اعلان شي.

په ایران کې تر اوسه د کرونا له لاسه ۴۱ نیم زره کسان مړه شوي.

هلته په کرونا د اخته خلکو شمېر ۷۶۲ زره کسانو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG