د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۴۸

د لیورپول په مصري فوټبالر محمد صلاح کې د کرونا ویروس نښې ښکاره شوي


محمد صلاح

د بریتانیا د لیورپول ټیم په مصري فوټبالر محمد صلاح کې د کرونا ویروس نښې ښکاره شوې دي.

د دغه ټیم د ډاکتر په وینا محمد صلاح به راتلونکې اوونۍ ځان په مصر کې قرنطین کړي.

ډاکتر محمد ابوالا (Mohamed Abou Elela) پرون شنبه اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته وویل، په ښاغلي صلاح کې د کرونا ویروس خفیفې نښې لیدل شوې دي.

احتمالاً محمد صلاح به د لیورپول ټیم لپاره د نومبر د ۲۱مې او ۲۵مې مسابقې له لاسه ورنه‌کړي.

د محمد صلاح ټسټ په داسې حال کې مثبت ختلی چې د مصر له ملي ټیم سره په تمریناتو بوخت و.

د مصر د فوټبال فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی د ټیم د غړو ټسټ منفي و.

XS
SM
MD
LG