ټاکل شوې چې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډله سویلي افریقا ته خپل سفر وځنډوي.
نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې په سویلي افریقا کې هم د کرونا ویروس ګواښ زیات دی او کېدای شي د انګلستان حکومت زړه ښه نه کړي، چې لوبډله افریقا ته واستوي.
د مخکيني جوړ شوي پلان له مخې انګلستان کرکټ لوبډله باید د نومبر له ۲۷ مې وړاندې سویلي افریقا ته ولاړه شي او هلته تمرینات ترسره کړي .
تمه ده چې د انګلستان کرکټ لوبډله هلته درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې وکړي.
د انګلستان کرکټ لوبډله، په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې له سویلي افریقا مخکې ده.
په شل اوریزو لوبو کې د انګلستان کرکټ لوبډله لومړی مقام لري او ۲۷۵ رېټېنګ لري.