د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

په سترګو نابینا ایرانۍ موډلې 'عطايي' ۱۰ کاله وروسته هم خپل کار ته دوام ورکړ


معصومه عطایي
معصومه عطایي

لس کاله مخکې ایرانۍ موډلې معصومې عطایي له خپل مېړه سره طلاق وکړ. له هغه وروسته د دې د مېړه پلار پر دې تیزاب وشیندل. په دې حمله کې د معصومې دواړې سترګې ړندې شوې.

د تیزابو حملې بېلابېل لاملونه لري. اکثره وختونه پر داسې ښځو تیزاب شیندل کېږي چې هغوی طلاق وکړي او یا هم له هغه چا سره واده وکړي چې خوښ يې وي.

ایراني نارینه داسې فکر کوي د هغو ښځو څښتن دی چې د دوی په وینا دوی مینه ورسره کوي. نو دوی ځان ته اجازه ورکوي چې دا ډول کارونه وکړي.

د معصومې زوی هغه مهال دوه کلن وو. کله چې د دې پخواني خسر پر دې تیزاب وشیندل، د دې مخ، ځان او لاسونه یې سخت وسوځول.

تیرکال د ایران پارلمان یو قانون تصویب کړ چې د تیزابو حمله کوونکو ته سخته سزا ورکوي

معصومې د ایران له حکومته غوښتي چې د تیزابو حمله کوونکو ته دې سزاوې سختې شي.

د تیزابو حملې ځکه دوام کوي چې قوانین دومره ټينګ نه دي. پردې سربېره چې پارلمان د سرغړوونکو لپاره سختې سزاوې تصویب کړې، خو دا تر ډېره نه عملي کېږي.

له دې حملې وروسته معصومه په ژور خپګان اخته شوه او له کوره نه وتله، ځکه نه يې غوښتل خلک یې وویني، خو نن دا د ایران له هغو موډلانو ګڼل کېږي چې د تیزابو تر حملو وروسته یې هم له ژونده هیلې نه دي شکولي او خپل کار ته یې دوام ورکړی دی.

معصومې د ایران له حکومته غوښتي چې د تیزابو حمله کوونکو ته دې سزاوې سختې شي.
معصومې د ایران له حکومته غوښتي چې د تیزابو حمله کوونکو ته دې سزاوې سختې شي.

دا اوس د ایران د کلتوري او فیشني کالو موډله ده: "ما غوښتل د موډلې په توګه خپل کار ته دوام ورکړم، ځکه ښايست په ظاهري بڼه کې نه دی. که څوک خپله څېره وبایلي دا په دې مانا نه ده چې دوی نور ښایسته نه دي. ښايست بېل تعریف لري."

معصومې عطايي تر اوسه په تهران کې ۳۸ جراحي عملیات کړي دي او یو کال يې په امریکا کې هم تېر کړی چې د سترګو لید يې راشي، خو هغه عملیات یې هم بریالي نه شول.

نوموړې زیاتوي: "دا زما په ژوند کې ډېر سخت وخت وو. زه په ژور خپګان اخته وم. زه په قهر اوسېدم. او خپلې نابینايي او مخ ته مې زړه تنګ وو. دوه کاله وخت يې واخېست چې زه بېرته ژوند ته ستنه شم."

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ایران پارلمان یو قانون تصویب کړ چې د تیزابو حمله کوونکو ته سخته سزا ورکوي او د قربانیانو لا زیات ملاتړ کوي، خو معصومه وايي چې دا قوانین اوس هم کافي نه دي.

د دې پخوانی خسر پر دې د تیزابو د حملې په بدل کې په ورته سزا محکوم شو، خو معصومې د هغه د بښلو پرېکړه وکړه.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG