د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۱۰

نیویارک کې د کرونا ویروس له امله تازه محدودیتونه اعلان شول


نیویارک کې د کرونا ویروس له امله په لیرې واټن کې ولاړ خلک

د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ایالت کې تازه محدودیتونه په داسې حال کې اعلان شول چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې اوج ته رسېدلې دي.

د نیویارک ګورنر اندریو کومو اعلان وکړ چې بارونه، رستورانتونه او جېمونه باید د شپې له لسو بجو وروسته بند وي، دغه‌راز تر لسو زیات کسان پر یوه ځای نه‌شي سره راټولېدای.

ګورنر پرون له رسنیو سره په ټیلیفوني تماس کې وویل: "موږ وینو چې د نورې نړۍ په څېر په نیویارک کې هم د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي."

بل‌خوا د نیویارک ښاروال بېل دي بلاسیو تازه اقدامات چې سر له سبا به عملي کېږي، د کرونا ویروس د دوهمې څپې د مخنیوي لپاره «وروستی چانس» وباله.

د نومبر له لومړیو په امریکا کې د کرونا ویروس د ورځې شااوخوا یو لک مثبتې پېښې ثبتېږي.

په ټوله کې په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر لسو میلیونو او درېیو لکو او د مړو شمېر تر دوو لکو او ۴۱ زرو اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG