د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۴۹

ایران کې د بشر حقونو فعاله 'نسرین ستوده' په کرونا ویروس اخته شوې


د ایران مدافع وکیله او د بشري حقونو فعاله نسرین ستوده

د ایران مدافع وکیله او د بشري حقونو فعاله نسرین ستوده چې تېره اوونۍ په موقت ډول له زندانه ازاده شوه په کرونا ویروس اخته شوې ده.

د ستودې مېړه رضا خندان نن په فیسبوک کې لیکلي دي چې مېرمن یې د تهران د ښځو په زندان کې چې تېره میاشت هلته لېږدول شوې وه، په کرونا ویروس اخته شوې ده.

ده د خپلې مېرمنې په وینا د زندان وضعیت خورا ناوړه وباله.

نسرین ستودې د زندان د ناوړه وضعیت او د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو لپاره په زندان کې اووه اوونۍ د نه خوړو اعتصاب کړی و، چې د بشري حقونو ډلو د دې د روغتیا لپاره بیا بیا خبرداری ورکړ او د نومبر په اتمه له زندانه خوشې شوه.

اووه پنځوس کلنه ستوده په دوه زره اتلسم کال کې د جاسوسۍ او د ایران د رژیم پر ضد د تبلیغاتو په تور ونیول شوه.

دا د هغو ښځو مدافع وکیله ده، چې ډېر کله د حجاب د نه اغوستو په تور نیول کېږي.

د اروپا پارلمان په دوه زره دولسم کال کې دې ته د ساخاروف د بشري حقونو جایزه ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG