د هندوستان غورهلیګ کرکټ سیالیو یا 'IPL' په پای لوبه کې نن سه شنبه (د لړم ۲۰مه) ممبي انډینز او ډیلي کپیټلز لوبډلې د یوه او بل پر وړاندې د سیالي ډګر ته وځي.
ډیلي لوبډلې د نومبر په اتمه نېټه حیدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه، خو ممبي اینډیز له وړاندې پای لوبې ته لار پیدا کړې وه.
د کرکټ مبصرین دا لوبه خورا سخته بولي، ځکه دواړه لوبډلې توانېدلي چې پهدې سیالیو کې تر ټولو ډېرې لوبې وګټي او زیاتې نومرې هم واخلي.
ډیلي لوبډلې له دې وړاندې د دې سیالیو اتلولي نه ده ګټلې، خو ممبي لوبډلې بیا درې ځله د هندوستان د غورهلیګ سیالیو د اتلولۍ جام پورته کړی دی.