د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

کابل کې د ځوانانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې


د افغانستان په په پلازمېنه کابل کې د ځوانانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې.

ددې هېواد د المپیک ملي کمېټې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، په‌دې سیالیو کې د کابل له بېلابېلو لوبډلو ۶۰ لوبغاړو ګډون کړی وو چې له ډلې به‌یې ۱۶ لوبغاړي د کابل د منتخبې لوبډلې لپاره وټاکل شي.

سرچینه زیاتوي، دا سیالۍ به پنځه ورځې دوام وکړي.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، تر راتلونکو شلو ورځو به د سنوکر ملي لوبډلې سیالۍ هم په کابل کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG