د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

د پارک سینما ونړول شوه


د پارک سینما د نړولو بهیر
د پارک سینما د نړولو بهیر

کابل ښاروالۍ تېر ماښام د پارک سینما په نړولو پیل وکړ.

د افغان فلم رئيسه صحرا کریمي وايي چې د کابل پولیسو دا د پارک سینما له ودانۍ په زوره ایستلې ده.

صحرا کریمي تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه ویلي، د سینما ودانۍ ته د اعتراض لپاره تللې وه، خو دوی د سینما ودانۍ ورانه کړه.

اعلې کریمي وویل: "زه‌یې په زوره له سینما وایستم. پولیسو په لرګو او فشار راباندې حمله وکړه. یوه ښځینه پولیسه هم ورسره وه."

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د پارک سینما د ودانۍ د نړولو امر کړی دی.

د ښاغلي صالح په باور دا ودانۍ په نشو د روږدو کسانو په یوه لوی مرکز بدله شوې وه.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د رسنیو د دفتر رئیس رضوان مراد ازادي راډیو ته وویل، د پارک سینما له ویجاړېدو سره د ځینو کسانو مخالفت په ځای نه‌دی.

رضوان مراد
رضوان مراد

مراد وويل: "څوک چې مخالفت کوي، کاشکې یې دې سینما ته چې له کلونو ویجاړه ده، پام اړولی وی، یا یې حداقل دا سینما لیدلې وی چې په څه حال کې ده، یا یې د هغې یو دېوال جوړ کړی وی. دلته به د موجودو اړتیاوو پر اساس یو ځای جوړ شي. یو کلتوري مرکز یا یو کتابتون چې سینما هم ولري."

کابل ښاروالي وايي، د یوه کلتوري مرکز د جوړولو لپاره به د خلکو نظرونه هم واخیستل شي.

د کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وايي: "کابل ښاروالي ابتدايي طرحه لري، خو د ولسمشر د لومړي مرستیال او د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د لارښوونې پر اساس، د خلکو نظرونه به هم په دې طرحه کې شامل کړل شي."

پارک سینما چې د کابل په نوي ښار کې ده، ۶۵ کاله پخوا جوړه شوې وه.

یو شمېر هنرمندانو د دې سینما له نړولو سره مخالفت کړی دی.

د سیمنا ورانول
د سیمنا ورانول

مشهور هنرمند فرهاد دریا د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته په یوه لیک کې د دې سینما د نه‌نړولو غوښتنه کړې.

خو امرالله صالح د خپل اقدام په دفاع کې ویلي چې داسې یو ځای هلته جوړوي چې کورنۍ په‌کې راټولې شي.

XS
SM
MD
LG