د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

ګاونډیو هېواونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو د مخنیوي هڅې


ارشیف
ارشیف

افغان دولت د سيمې له هېوادونو څخه غوښتي چې، د نشه يي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره له دوی سره کشفي معلومات شریک کړي.

د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سیمه ییز پروګرام غونډې چې په (۲۰۱۱) میلادي کال کې پیل شوي وې، تر څه ځنډ وروسته بيرته پیل شوې.

دا پروګرام چې د ملګرو ملتونو سازمان له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې په همکارۍ جوړ شوی و، د افغانستان، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان او ترکمنستان هېوادونو استازو د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون په کې کړی و، په دې غونډه کې د کېمیاوي او نشه يي موادو د قاچاقو پر مخنیوي بحث وشو.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو عملیاتي رئیس عبدالسمیع پوپلزی وايي چې د غونډې اصلي موضوع د ګاونډیو هېوادونو له لارې افغانستان ته د کېمیاوي موادو د قاچاقو مخنیوي و.

هغه زیاتوي: " د سیمې له هېوادونو څخه مو غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د کېمیاوي نشه يي موادو قاچاق بند کړي، ځکه ټول هغه تېزاب چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کارېږي، له بهر څخه، په تېره بيا ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راوړل کېږي. موږ توافق کړی و چې باید ګاونډي هېوادونه افغانستان ته د دې کېمیاوي موادو قاچاق بند کړي. موږ هڅه کوو له ګاونډیو هېوادونو سره د اطلاعاتو شریکول نور هم ډېر کړو چې افغانستان ته د کېمیاوي نشه يي موادو راوړل بند او دغه ډول ګاونډیو هېوادونو ته هم د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیول شي."

په (۲۰۲۰) میلادي کال کې د نشه يي موادو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان راپور ښيي چې په اروپا کې جوړ شوي کېمیاوي مواد د ایران او پاکستان له لارې افغانستان ته قاچاق او بيا د هیرویینو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د روان میلادي کال له پيل څخه بيا تر اوسه پورې یې په فراه، هرات او نیمروز ولایتونو کې سلګونه لېټره کېمیاوي مواد نیولي دي، دا مواد هغو سیمو ته قاچاق کېدل چې نشه يي مواد په کې جوړېږي.

امنیتي کارپوه میرزا محمد یارمند د سیمې هېوادونو تر منځ د کشفي معلوماتو شریکول یو مهم کار بولي. دی زیاتوي چې له همدې هېوادونو څخه د کېمیاوي نشه يي موادو قاچاقو د نشه يي موادو تولید هم ډېر کړی دی.

هغه زیاته کړه: " د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره کشفي، استخباراتي او عملیاتي معلومات شریک کړي. کېمیاوي مواد یا پرېکرسرونه په افغانستان کې نه جوړېږي، بلکې له پاکستان او ایران څخه راځي، باید د هغو کېمیاوي موادو قاچاق بند شي چې تاریاک په هیرویینو اړوي. کله چې له دې هېوادونو څخه افغانستان ته د کېمیاوي نشه يي موادو د قاچاقو مخنیوی نه کېږي، دا مانا لري چې نړۍ غواړي له افغانستان څخه د کېمیاوي موادو بازار جوړ کړي."

په ایران کې د ملګرو ملتونو سازمان له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې په تازه راپور کې راغلي چې له ایران څخه افغانستان ته د کېمیاوي نشه يي موادو د قاچاقو ترڅنګ د افغانستان په سلو کې (۳۷) هیرویین د ایران له لارې اروپايي بازارونو ته قاچاق کېږي.

-------------------------

گزارش: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG