د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۰۵

فوټبال؛ بدخشان کې د شمال ختیځ زون د څارونکو روزنیز پېر پای وموند


ازشیف

په بدخشان ولایت کې د شمال ختیځ زون د فوټبال د څارونکو روزنیزه دوره نن د چهارشنبې (لړم ۱۴مه) پای ته ورسېده.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډيو ته وویل، له دې روزنیزې دورې یې هدف د غوره څارونکو پېژندنه ده.

ښاغلي مشعوف زیاته کړه چې په دې روزنیزه دوره کې چې پنځه ورځې مخکې پیل شوې وې له تخار او بدخشان ولایتونو څخه ۳۰ روزنکو برخه درلوده او د فوټبال لوبڅاران د لوبڅاري له قوانینو سره اشنا شول.

د مشعوف په خبره په دغه روزنیزه دوره کې د امنیتي ستونزو له امله د کندز او بغلان لوبڅارانو ګډون ونه‌شو کړای.

XS
SM
MD
LG