د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د کابل پر پوهنتون بې‌مخینې برید؛ یوه ورځ ماتم او ورته نړیوال غبرګونونه


پر کابل پوهنتون له برید وروسته د یوه ټولګي حال
پر کابل پوهنتون له برید وروسته د یوه ټولګي حال

د کابل پر پوهنتون بې‎ مخینه حمله چې د محصلانو په ګډون په کې ۲۲ کسان ووژل شول اوشاوخوا ۴۰ ټپیان شول.

دغه حمله سربېره پر کورنیو غبرګونونو، د نړۍ په کچه هم له ډېرو غبرګونونو سره هم مخ شوه.

  • د ملګروملتونو غبرګون

د ملګرو ملتونو سازمان د یوې اعلامېې په صادرولو سره، دغه حمله غندلې او ویلي یې دي چې دغه او له دې مخکې د کوثر پر روزنیز مرکز حمله، هیبت‎ناکه او د بشر پر حقونو، حمله ده.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوترش په یوې اعلامیه کې ویلي چې د شوې حملې مسؤلین باید ځواب ووايي او دغه سازمان د سولې په خاطر د افغانستان له خلکو سره ودریږي.

  • اسلامي همکاریو سازمان

د اسلامي همکاریو سازمان دغه حمله تروریستي ګڼلې او ویلې یې دي چې په شدیدو الفاظو یې غندي.

د دغه سازمان سرمنشي د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان هر ډول ترهګري او افراطیت غندي.

  • د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان درې رنګه بېرغ د هېواد په ټولو سفارتونو کې نیمه ځوړند شوی دی.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته په لېږل شوي پیغام کې ویلي چې تر اوسه ۴۲ د بهرنیو چارو وزیرانو، سفیرانو، سیاسي او ډیپلوماټیکو مشرانو د اعلامیو په ورکولو سره، پر کابل پوهنتون پرونۍ حمله غندلې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند گران هېواد ویلي چې تر اوسه ۴۲ د بهرنیو چارو وزیرانو دا حمله غندلې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند گران هېواد ویلي چې تر اوسه ۴۲ د بهرنیو چارو وزیرانو دا حمله غندلې.

ښاغلي هېواد زیاته کړه:"تراوسه د ملګروملتونو او اسلامي همکاریو د سازمانونو سرمنشیانو، د ۴۲ بهرنیو چارو وزیرانو، ځانګړو استازیو، سفیرانو، د بېلابېلو هېوادونو سیاسي او ډیپلوماتیکو مشرانو، پرونۍ حمله غندلې او د اعلامېو په ورکولو سره یې ډېر ژر په افغانستان کې د جګړې ختمول غوښتي دي."

بل خوا د امریکا او بریتانېې سفارتونو او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې بیرغونه، د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ په دود، نیم ځړیدلي شوي دي.

  • ناټو

د ناټو ملکي استازولۍ پر کابل پوهنتون پرونۍ حمله محکوم کړې او ویلي يې دي چې په وروستیو لسو ورځو کې په کابل کې دا دویمه حمله ده چې پر روزنیزو مرکزونو کېږي.

د ناټو ملکي استازولۍ ویلي:"ناټو د تاوتریخوالي د مخنیوي له هڅو په غوڅ ډول ملاتړ کوي. افغان ماشومان او ځوانان باید روزنیزو مرکزونو ته د تګ په خاطر امنیت احساس کړي."

ناټو ویلي دي چې دا د داعش پرضد د مبارزې اهمیت روښانه کوي.

ینس ستولتنبرګ نن په ټویټر کې لیکلي دي چې په افغانستان او اُتریش کې د ترورستي بریدونو له وحشت نه د ترهګرۍ اغیز څرګندیږي.

  • د پښتو ژغورنې غورځنګ

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن دوړ هم پر کابل پوهنتون پرونی برید غندلی او ویلي یې، دا اعمال هغه ترهګر ترسره کوي چې په افغانستان کې دې سولې مخاف دي.

ښاغلي دوړ په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، دا ډول ترهګر دلته هم زموږ د خلکو د وژلو مسوولین دي.

XS
SM
MD
LG