د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰
امریکا کې ولسمشریز انتخابات
امریکا کې ولسمشریز انتخابات

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشريز انتخابات

امریکايي رايې ورکوونکي د نومبر د درېیمې انتخاباتو په نتيجه کې نه یوازې دا ټاکي چې څوک به ولسمشر وي بلکې دا هم چې څوک به په سنا او استازو جرګه کې اکثریت لري.

امریکايي رايې ورکوونکي د نومبر د درېیمې انتخاباتو په نتيجه کې نه یوازې دا ټاکي چې څوک به ولسمشر وي بلکې دا هم چې څوک به په سنا او استازو جرګه کې اکثریت لري.

د کانګریس د دواړو خونو کنترول به ډونالډ ټرمپ یا جو بایډن ته وړتیا ور په برخه کړي چې تر ولسمشر ټاکل کېدو وروسته خپله اجنډا عملي کړي.

تراوسه د راغلو شمېرو له مخې ۲۷۰ الکټورل کالج رایو ته د رسېدو لپاره ۲۱۳ ټرمپ او ۲۲۰ جوبایډن ګټلي چې دا شمېرې تر اوسه نهایي نه دي.

د ولسمشریزو انتخاباتو کاندید جوبایډن نن د چهارشنبې (د لړم ۱۴مه) وویل چې باوري دی چې د انتخاباتو ګټلو لپاره پر سم لور روان دی.

اوسنی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالد ټرمپ او مخکېنی مرستیال ولسمشر او د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ولسمشرۍ پر څوکۍ سره سیالي کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د سږ کال ولسمشریز انتخابات په داسې حال کې ترسره کېږي چې تر اوسه شااوخوا ۹ میلیونه او ۲۰۰ زره امریکايي وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

۱۱:۰۸ ۱۴.۸.۱۳۹۹

د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو کې ډیموکرات نوماند جوبایډن ۲۲۰ او جمهوري غوښتونکي ډونالد ټرمپ ۲۱۳ الکټرول کالج رایې ترلاسه کړې دي.

۱۰:۴۵ ۱۴.۸.۱۳۹۹

د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو کې ډیموکرات نوماند جوبایډن ۲۰۹ او جمهوري غوښتونکي ډونالد ټرمپ ۲۱۲ الکټرول کالج رایې ترلاسه کړې دي.

۱۰:۴۱ ۱۴.۸.۱۳۹۹

د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو کې ډیموکرات نوماند جوبایډن ۲۰۵ او جمهوري غوښتونکي ډونالد ټرمپ ۲۰۹ الکټرول کالج رایې ترلاسه کړې دي.

۱۰:۱۶ ۱۴.۸.۱۳۹۹

د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو کې ډیموکرات نوماند جوبایډن ۲۰۵ او جمهوري غوښتونکي ډونالد ټرمپ ۱۶۵ الکټرول کالج رایې ترلاسه کړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG