د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۶
امریکا کې ولسمشریز انتخابات
امریکا کې ولسمشریز انتخابات

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشريز انتخابات

امریکايي رايې ورکوونکي د نومبر د درېیمې انتخاباتو په نتيجه کې نه یوازې دا ټاکي چې څوک به ولسمشر وي بلکې دا هم چې څوک به په سنا او استازو جرګه کې اکثریت لري.

امریکايي رايې ورکوونکي د نومبر د درېیمې انتخاباتو په نتيجه کې نه یوازې دا ټاکي چې څوک به ولسمشر وي بلکې دا هم چې څوک به په سنا او استازو جرګه کې اکثریت لري.

د کانګریس د دواړو خونو کنترول به ډونالډ ټرمپ یا جو بایډن ته وړتیا ور په برخه کړي چې تر ولسمشر ټاکل کېدو وروسته خپله اجنډا عملي کړي.

تراوسه د راغلو شمېرو له مخې ۲۷۰ الکټورل کالج رایو ته د رسېدو لپاره ۲۱۳ ټرمپ او ۲۲۰ جوبایډن ګټلي چې دا شمېرې تر اوسه نهایي نه دي.

د ولسمشریزو انتخاباتو کاندید جوبایډن نن د چهارشنبې (د لړم ۱۴مه) وویل چې باوري دی چې د انتخاباتو ګټلو لپاره پر سم لور روان دی.

اوسنی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالد ټرمپ او مخکېنی مرستیال ولسمشر او د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ولسمشرۍ پر څوکۍ سره سیالي کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د سږ کال ولسمشریز انتخابات په داسې حال کې ترسره کېږي چې تر اوسه شااوخوا ۹ میلیونه او ۲۰۰ زره امریکايي وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

۰۹:۵۵ ۱۴.۸.۱۳۹۹

د امریکا ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنې ولې تاریخي ګنل کېږي؟

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنې تاریخي ځکه ګڼل کېږي چې د کرونا د وبا پر مهال ترسره کېږي او د امریکا ملت هم سره وېشل شوی دی.

د امریکا خبري رسنیو اټکل کړی چې ډونالد ټرمپ په هغو ایالتونو کې چې محافظه‌کار بلل کېږي مخکې دی، لکه کېنټکي، وېست ویرجنیا، ټنیسي، ارکانساس، لوېزیانو، میسیسیپي، انډیانا او اوکلاهاما.

د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال او د ولسمشرۍ کاندید، جوبایډن د لومړنیو نتایجو له مخې په مریلنډ، نیویارک، نیوجرسي، کنکټیکټ، رود ایلنډ، دلاویر او ماساچوسیت ایالتونو کې په ډېر توپیر مخکې دی.

امریکا کې د رأيو شمېرنه

د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په ګدون د امریکا ۵۰ ایالتونه په ټوله کې ۵۳۸ ټاکنیز کالجونه یا (الکټورل) لري او هر کاندید چې ۲۷۰ انتخاباتي کالجونه خپل کړي، هغه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی ګڼل کېږي.

د ختیځ ساحل په ایالتونو کې د رأی ورکولو مرکزونه چې تر ناوخته پرانیستي وو، وتړل شول، په دغو ایالتونو کې د رأی ورکولو مرکزونو مخې ته د خلکو اوږده کتارونه تر سترګو کېدل.

ډونالد ټرمپ چې د ولسمشرۍ ټاکنو له کاندیدانو دی، د ویرجنیا ایالت په ارلینګټن کې وویل: "زه د تسلیمۍ یا هم د قبلولو د وینا په اړه سوچ نه‌کوم. هیله‌من یو چې له دې جملې یوه دغسې وینا ولرم. تاسې پوهېږئ چې بریا اسانه ده. بایلل هېڅکله اسانه نه‌دي، زما لپاره هم."

د امریکا د جمهوري ریاست دوره څلور کلنه ده او عمدتاً د دوو ګوندونو جمهوري‌پالو او ډیموکراتانو د کاندیدانو ترمنځ کېږي.

د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن د دلاوېر ایالت ویلمینګ ټاون ته له رسېدو سره سم خپلو پلویانو ته خبرې وکړې.

جوبایډن

هغه زیاته کړه: "ما اورېدلي چې په ټاکنو کې د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو او ښځو د ګډون اندازه خورا زیاته وه، افریقايي امریکایانو هم په زیاته پیمانه ګډون کړی، مثلاً په جورجیا او فلوریدا کې تر ۶۵ کلنۍ زړو کسانو برخه اخیستې. زما هدف دا دی هغه څه چې روان دي، زموږ د ملاتړ د پیاوړتیا څرګندونه کوي، وبه ګورو څه کېږي."

د امریکا د ولسمشرۍ په دغو ټاکنو کې چې د کرونا وبا پر مهال د ترسره کېدو له کبله غیر معمولي بلل شوي، تر ۱۰۰ میلیونو ډېرو کسانو د پوسټ، په انلاین بڼه یا هم د رأی ورکولو په مرکزونو کې له مخکې خپلې رایې کارولې وې.

څرنګه چې ډېرو کسانو د پوسټ له لارې رایې ورکړي، نو د نهايي نتیجو اعلان ښايي څو ورځې یا هم څو اوونۍ وخت ونیسي.

د امریکا د ولسمشرۍ تازه ټاکنې یوازې د ولسمشرۍ لپاره نه‌دي، بلکې د امریکا د مشرانو جرګې او استازو جرګې برخلیک هم ټاکي.

د دغو دوو جرګو کنټرول، د امریکا د نوي ولسمشر لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې په داسې حال کې کېږي چې د نړۍ تر بل هر هېواد په امریکا کې زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې شمېر یې تر ۹ میلیونو او څلورو لکو اوښتی او په دې ویروس تر دوه لکه او ۳۰،۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

۰۹:۴۷ ۱۴.۸.۱۳۹۹

۰۹:۳۵ ۱۴.۸.۱۳۹۹

د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو کې ډیموکرات نوماند جوبایډن ۱۹۲ او جمهوري غوښتونکي ډونالد ټرمپ ۱۳۶ الکټرول کالج رایې ترلاسه کړې دي.

۰۸:۴۱ ۱۴.۸.۱۳۹۹

د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو کې ډیموکرات نوماند جوبایډن ۱۹۲ او جمهوري غوښتونکي ډونالد ټرمپ ۱۱۴ الکټرول کالج رایې ترلاسه کړې دي. د ولسمشریزو انتخاباتو د ګټلو لپاره ۲۷۰ الکټرول کالج رایو ته اړتیا ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG