د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

د ولسي جرګې ځیني غړي: کابینې ته د ځینو معرفي شويو نوماندانو تحصیلي سندونه جعلي دي


ولسي جرګه
ولسي جرګه

ولسي جرګې ته د افغان حکومت له‌خوا د کابینې له پېژندلو دوه اوونۍ تېرېږي، خو تر اوسه نه د نوماند وزیرانو د تحصیلي سندونو څېړنه بشپړه شوې او نه د هغو نوماند وزیرانو په اړه پرېکړه شوې چې ګنې دوه تابعیته لري.

همدې مسئلې د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي غونډه کې د وکیلانو نیوکې او اندېښنې هم راپورته کړې.

یو شمېر وکیلانو تور پورې کړ چې ګنې له نوماند وزیرانو یې ځینې پوره زده‌کړې نه‌لري او تحصیلي سندونه‌یې جعلي جوړ کړي دي، خو وکیلان د دې نوماند وزیرانو نومونه نه‌اخلي.

د دې جرګې ځیني غړي د ولسي جرګې په اداري پلاوي هم نیوکه کوي چې د دوه اوونیو په تېرېدو سره‌یې لا هم د دوه تابعیته نوماند وزیرانو په اړه پرېکړه نه‌ده کړې او له ځینو نوماند وزیرانو سره‌یې د هغوی د بریا ژمنه کړې، خو اداري پلاوی دا تور ردوي.

هغې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۲» د جرګې غونډې ته زیاته کړه: "د اداري پلاوي ځینو غړو نوماند وزیرانو سره ژمنه کړې چې یا موږ سپینې رایې ستاسې په ګټه حسابوو، یا هم هغو کسانو ته چې ستاسې ملګري دي، دوه رأی پاڼې ورکوو، خو تاسې بریالي کوو."

خو اداري پلاوی بیا دا تور ردوي چې ګنې سر له اوسه له نوماند وزیرانو سره د هغوی د بریا ژمنه شوې.

اسدالله شهباز
اسدالله شهباز

د ولسي جرګي لومړی منشي اسدالله شهباز وایي: "زه تاسې ته ډاډ درکوم، که هر څوک له اداري پلاوي یا هم وکیلانو نوماند وزیرانو ته دا ډاډ ورکوي چې سپینې رایې تاسې ته ډکوو، هېڅکله دا وخت چا ته نه‌ورکوو."

جمهوري ریاست هم د وکیلانو د دې نیوکې په اړه چې ګنې یو شمېر نوماند وزیرانو جعلي تحصیلي سندونه جوړ کړي، څه نه‌وايي.

خو ولسي جرګې تر اوسه لا هم د هغو نوماند وزیرانو په اړه خپل دریځ روښانه کړی نه‌دی چې ګنې دوه تابعیته لري.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د افغانستان په معرفي شوې کابینه کې داسې کسان شته چې دوه‌ګونی تابعیت لري او باید رایه ورنه‌کړل شي.

د ولسي جرګې غړی ضیاالدین ضیا وايي: "هغه کسان چې دوه تابعیته لري، تحصیلي سندونه‌یې د جرګې له پروسس وباسئ، دا ډېره دردوونکې ده، هیله ده په دې برخه کې پام وشي."

خو د ولسي جرګې اداري پلاوي د خپلې غونډې په جمع‌بندۍ کې دې موضوع ته هېڅ پام ونه‌کړ.

د افغانستان اساسي قانون په ۷۲مه ماده کې د یوه وزیر لپاره معیارونه واضح شوي، خو د دوه‌ګوني تابعیت بحث د ولسي جرګې د غړو صلاحیت ګڼل کېږي.

له دې وړاندې د افغانستان ولسي جرګې ژمنه کړې، هغو کسانو ته به د باور رایه ورنه‌کړي چې دوه تابعیته لري.

XS
SM
MD
LG