د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

چک کې د کرونا ویروس په زیاتېدو ښايي بېړنی حالت تر کرسمس وغځول شي


چک جمهوریت
چک جمهوریت

په داسې حال کې چې په چک جمهوریت کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړ چې بېړنی حالت ښايي تر کرسمس پورې وغځول شي.

د هغو ارقامو له مخې چې د چک جمهوریت چارواکو پرون اعلان کړل، د ۲۴ ساعتونو په لړ کې تر ۱۱ زره ۴۰۰ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په ټوله کې په دغه هېواد کې تر ۳ لکه او ۳۵ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته دي او په دې ویروس د مړو شمېر ۳،۲۵۰ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG