د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

نګورنو قرباغ نه د ارمني ځواکونو پر وتلو د اذربایحان د ولسمشر خبرداری


د اذربایجان ولسمشر الهام علییف
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف

په داسې حال کې چې په لانجمنه سیمه نګورنو قره‌باغ کې د اذربایجان او ارمنستان جګړه شپږمې اوونۍ ته ورسېده، د اذربایجان ولسمشر پرون په تازه خبرداري کې له دې سیمې د ارمني ځواکونو پر وتلو ټینګار وکړ.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې علییف او د اذربایجان نورو لوړرتبه چارواکو د متحد هېواد ترکیې له یوه هیئت سره وکتل.

په همدې حال کې اذربایجان او ارمنستان یو او بل په تازه حملو تورنوي.

د ارمنستان او اذربایحان جګړه
د ارمنستان او اذربایحان جګړه

د سپټمبر پر ۲۷مه په لانجمنه سیمه نګورنو قره‌باغ کې د جګړې له پیله ارمنستان په دې سیمه او شااوخوا ساحو کې د ۱،۲۰۰ پوځیانو او ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د دې سیمې اکثریت اوسېدونکي په خټه ارمنان دي، خو دا سیمه رسماً د اذربایجان د خاورې برخه ده.

بل‌خوا اذربایجان که څه هم د خپلو پوځیانو د وژل کېدو خبره نه‌ده کړې، خو ویلي یې دي چې په روانو جګړو کې یې ۹۱ ملکیان وژل شوي او ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

نړیوالو ادارو د خوشه‌یي بمونو د مشکوکو کارونو په اړه خبرداری ورکړی چې کولای شي تر ډېره ملکیان زیانمن کړي.

په همدې حال کې د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ فرانسېس پرون د خپلې اوونیزې دعا پر مهال په نګورنو قره‌باغ کې د روانې لانجې په اړه خواشیني وښوده.

پاپ فرانسېس
پاپ فرانسېس

هغه زیاته کړه: "په دې ځانګړې ورځ باید دا خبره هېره نه‌کړو چې په غرنۍ سیمه نګورنو قره‌باغ کې نښتې روانې دي او په غموونکې توګه د قربانیانو د زیاتېدو، د کورونو، زېربناوو او عبادتځایونو د ویجاړۍ سبب کېږي او ملکیانو ته زیان رسوي. ډېره غموونکې ده."

په نګورنو قره‌باغ کې ارمني ټبرې رهبرۍ پرون د اذربایجان ځواکونه تورن کړل چې وړمه شپه‌یې پر ماتوني ښار او نورو ساحو د راکټونو حملې کړې دي.

د اذربایجان دفاع وزارت وايي، د ارمنستان ځواکونو د دوی پر هغو سنګرونو چې په نړیواله سطحه د په رسمیت پېژندل شوي سرحد په اوږدو کې پراته دي، دغه‌راز پر تارتار او اغجابیدي ملکي ساحو حملې کړې دي.

د دواړو لورو تازه ادعاوې د خپلواکو سرچینو له‌خوا تأیید شوي نه‌دي او د کره‌والي معلومول‌یې ګران کار دی.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف پرون له لانجمنې سیمې نګورنو قره‌باغ د ارمنستان د ځواکونو پر ایستل کېدو ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، که د روانې کشالې د حل لپاره مذاکرې نتیجه ورنه‌کړي، د اذربایجان ځواکونه تر پایه جګړې ته چمتو دي.

XS
SM
MD
LG