ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ غوره لیګ 'ای. پي.اېل' سیالیو په لړ کې نن د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه)دوه سیالۍ وشي.
چنايي سوپرکېنګز له کېنګز ایلیون پنجاب او دغه راز کلکته نایټ رایډرز له راجستان رایلز سره مخامخ ده.
د راجستان، کلکتې او پنجاب لپاره د نن ورځې د سیالیو ګټل ځکه مهم بلل کېږي چې ښايي په بریا سره يې بل پړاو ته لاره پیدا کړي، خو د چنايي لوبډلې لپاره يې بریا د مخکې تګ چانس نه برابروي.
د نن ورځې دا دوه لوبې د څلور واړه لوبډلو د لومړي پړاو وروستۍ لوبې دې .
اوس مهال د دې سیالیو د نومرو به جدول کې ممبي د ۱۸ نومرو په لرلو سره د لومړی ځای لري او بل پړاو ته يې لاره کړې ده، ډیلي او بنګلور بیا د دې جدول دوهم او درېیمې لوبډلې دي او ښايي بل پړاو ته لاره پیدا کړي.
د دوهم پړاو څلورمه لوبډله لا هم نه معلومه او ښايي د سبا ورځې له سیالیو وروسته معلومه شي چې د بل پړاو وروستۍ لوبډله به کومه یوه وي.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبو کې بیا سنرایزر حیدراباد رایل چلنجر بنګلور او ممبي انډین لوبډلې ډیلي کپیټل لوبډلې ته ماتې ورکړه.