د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

امریکا کې په یوه ورځ د کرونا یو لک او ۲۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې


د امریکا په نیویارک ایالت کې روغتیاپالان د لارې مسافر د کرونا ناروغانو د موندلو لپاره څاري.
د امریکا په نیویارک ایالت کې روغتیاپالان د لارې مسافر د کرونا ناروغانو د موندلو لپاره څاري.

په امریکا کې د جمعې په ورځ د کرونا یو لک او ۲۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې تر اوسه د نړۍ په بل هېڅ ځای کې په یوه ورځ دومره پېښې نه‎دي ثبت شوي.

په متحده ایالاتو کې د کرونا پېښې په داسې وخت کې په بې‌ساري ډول زیاتې شوي چې د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخاباتو ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.

ولسمشر ټرمپ او جوبایډن انتخاباتي هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د ولسمشر ټرمپ انتخاباتي غونډې پراخې وي او ډېری برخه‎وال یې ماسک نه‌کاروي، خو بایډن د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کوچنۍ غونډې جوړوي.

په متحده ایالاتو کې د کرونا له امله تر یو لک او ۲۵ زره ډېر کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG