د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۹

بریتانیا کې یو میاشتنی ټولبند پیلېږي

لندن ښار
لندن ښار

په بریتانیا کې به د روانې اوونۍ د پنجشنبې له ورځې ټولبند یا د ټولو چارو پرچاوي پیل شي او یوه میاشت به دوام وکړي.

د ټولبندۍ له اعلانه وروسته به چا ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې بې‌ضرورته له کوره ووځي.

په بریتانیا کې ۴۶ زره تنه په کرونا ویروس مړه شوي او هره ورځ په دغه هېواد کې ۲۰ زره نوې مثبتې پېښې ثبت کېږي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن پرون اعلان وکړ چې هېواد به‌یې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د نورو اروپايي هېوادونو په پیروۍ بیا ټولبند پیل کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG