د افغانستان د بایسکل چلونې د ملی ټیم لوبغاړي پاکستان ته تللي څو له اسلاماباد تر مري په یو لړ سیالیو کې برخه واخلي.
د بایسکل چلونې د فدراسیون مشر فضل احمد فضلي ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان ۱۲۰ کورني ټیمونه او د افغانستان د ملي ټیم شپږ لوبغاړي په دې لوبه کې ګډون کوي چې یکشنبه له اسلاماباد تر مري ترسره کېږي.
فضلي هیله وښوده چې افغان لوبغاړي اتلولۍ ته ورسېږي.
دی زیاتوي: "موږ چې ټیم غوره کاوه همدا هدف و او ځکه مو لېږلی چې موږ به دا وار له پاکستانه اتلولي راوړو، خو بیا هم لوبې دي د هغوی خپل مُلک دی لږ به ستونزمن وي زموږ لوبغاړو ته."
د بایسکل چلونې د فدراسیون رئیس په خبره چې افغان لوبغاړو دې لوبې ته له مخکې ډېر تمرینونه کړي او د افغانستان یو ټور یې وهلی دی.
فضلي وویل په پاکستان کې د هلکانو تر دې لوبو وروسته به په افغانستان کې د "ملالې" په عنوان د نجونو د بایسکل چلونې سیالۍ هم ترسره کړي.