د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

فرانسه کې يو افغان له یوې اوږدې چړې سره نيول شوی


فرانسه کې له برید وروسته د امنیت خوندیتوب
فرانسه کې له برید وروسته د امنیت خوندیتوب

فرانسوي رسنۍ وايي، د فرانسې په لیون ښار کې یو افغان له یوې اوږدې چړې سره نېول شوی دی.

د فرانسې خبرې اژنس وايي د دې هېواد لېون ښار کې دا مشکوک افغان داسې مهال له یوې اوږدې چړې سره نېول شوی چې دودیزې افغاني جامې یې په تن وي او یو ښاري ټرم ته پورته کېده.

فرانسوي رسنیو ویلي د نیول شوي مشکوک افغان عمر يي شااوخوا شل کاله دی، اولا دمخه د فرانسې د امنیتې ادرو تر څار لاندې و.

په لیون کې یو سیمه‌ییز ښاروال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي له دې مشکوک کس سره ۱۲ اینچه اوږده چاړه وه او د برید لپاره چمتو ښکارېده.

تر اوسه پورې د فرانسې امنیتي ادارو دا نه‌دي ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د دې مشکوک افغان نیول کېدل په همدې ورځ د نیس د ښار هغه برید سره تړاو لري کنه، چې لږترلږه درې کسان په کې ووژل شول.

فرانسه کې له برید وروسته امنيتي چارواکي د سیمې ساتنه کوي
فرانسه کې له برید وروسته امنيتي چارواکي د سیمې ساتنه کوي

په نیس کې یو تن د چړې سره یوې کلیسا کې پر خلکو برید وکړ چې د فرانسوي چارواکو په وینا د یوې ښځې سر یې پرې کړ، یو بل تن یې هم ځای پر ځای د چړې په ګوزارونو وواژه، او یوه بله ښځه یې سخته ټپي کړه چې وروسته یې ساه ورکړه.

د نیس ښاروال کریسټیان ایسټروسي ویلي مشکوک بریدګر وروسته له هغې چې د پولیسو په ډزو ټپي شو هم د'الله اکبر' نارې وهلې.

د فرانسې برید په فرانسه کې دننه او نړیواله کچه غندل شوی دی. د فرانسې پارلمان د پنجشنبې په ورځ د دې برید د قربانیانو په درناوي یوه شیبه چوپتیا غوره کړه.

د فرانسې د مسلمانانو د شورا استازي د نیس د برید د قربانیانو سره د خواخوږۍ په خاطر په فرانسه کې له مسلمانانو غوښتي چې د میلادالنبي د لمانځنې غونډې دې لغوه کړي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له دې برید وروسته وویل، هېواد به‌یې له خپلو ارزښتونو لاس وانخلي.

هغه زیاته کړه: "یو ځل بیا زموږ پر هېواد د اسلام پالو د تروریستي برید ګوزار شوی دی. سهار یو ځل بیا زموږ درې هېوادوال په نیس کې ووژل شول. او دا ډېره روښانه ده چې برید پر فرانسې شوې."

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

نوموړې همدارنګه د ټولو ادیانو پر پیروانو ټینګار وکړ چې د "بیلتون روحیه دې نه پالي" هغه چې د پېښې په ځای کې یې خبرې کولې وویل حکومت به‌یې فرانسه کې د مهمو سیمو لکه ښوونځیو، کلیساو او نورو ساحو د امنیت لپاره زرګونه نور سرتېري وګماري.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټبرګ د نیس برید غندلی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فرانسې سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې د سخت دریځو اسلام‌پالو دا بریدونه باید سمدستي پای ته ورسیږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او برید یې غندلی.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG