د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۸ میلیونو زیات شو


هند کې روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس د ناروغانو د موندلو لپاره د ازموینې پر مهال.
هند کې روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس د ناروغانو د موندلو لپاره د ازموینې پر مهال.

په هند کې نن په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۸ میلیونو واوښت.

تر اوسه پورې په دغه هېواد کې چې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه نفوس لري، یو لک او ۲۰ زره تنه په دې وبا مړه شوي.

اوس تر هند یوازې د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا پېښې ډېرې دي.

د امریکا حکومت د شمېرو له مخې، په دې هېواد کې د کرونا ۹ میلیونه او ۱۰۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG