د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

چنای سوپر کېنګز کرکټ لوبډله له کلکته نایټ رایډرز سره نن لوبه کوي


د چنای سوپر کېنګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو سیالۍ
د چنای سوپر کېنګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو سیالۍ

د هند د کرکټ غوره لیګ لوبو په ترڅ کې ټاکل شوې ده چې نن چنای سوپر کېنګز لوبډله له کلکته نایټ رایډرز سره مسابقه وکړي.

کلکته نایټ رایډرز په جدول کې پنځم ځای لري او چنای سوپر کېنګز د جدول په اخر کې دی.

د هند د کرکټ غوره لیګ چې د نړۍ د کرکټ تر ټولو ګران بیه لیګ دی، د کرونا ویروس له امله سږ کال د هند پر ځای په متحده عربي اماراتو کې د سپټمبر په ۱۹مه پرانیستل شو.

دا لوبې به د نومبر تر ۱۰مه په متحده عربي اماراتو کې روانې وي.

XS
SM
MD
LG