د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

جرمني او فرانسه کې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونه


فرانسه کې لګول شوی بندیز
فرانسه کې لګول شوی بندیز

جرمني او فرانسې د کرونا وبا د کنټرول لپاره بندیزونه اعلان کړل.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وویل، په ملي کچه د دوهم ځل لپاره ټولبند ضروري دی. مکرون زیاته کړه چې د اروپا په نورو برخو کې هم د کرونا دوهمه څپه راغلې چې ښایي تر لومړۍ یوې ډېره سخته او وژونکې وي.

له تېرې شپې (اکټوبر ۲۹) بارونه، رستورانتونه او غیر ضروروي دکانونه بند شول او له خلکو غوښتل شوي چې سفر ونه‌کړي او چې څومره ممکنه وي په کورونو کې پاتې شي.

بل لور ته د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د څلور اوونیو په مخه یو لړ بندیزونه اعلان کړل. دې وویل چې باید ژر لاس په کار شو، ځکه چې وضعیت جدي دی.

په جرمني کې به د نومبر له دوهمې تر ۳۰مې ټول بارونه، رستورانتونه، تفریحي مرکزونه، د کنسرت هالونه او تیاترونه بند وي. دکانونه به پرانیستي وي، خو خلک باید په دکانونو کې له یوه بله فاصله رعایت کړي.

XS
SM
MD
LG