د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د هرات زندان کې د شخړې له امله د وژل شویو شمېر ۸ ته ورسېد


ارشیف، د هرات زندان
ارشیف، د هرات زندان

د هرات مرکزي زندان کې د تېرې شپې شخړې له کبله اته تنه وژل شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد شفیق شېرزي ازادي راډیو ته وویل، دا هغه وژل شوي دي چې جسدونه‌یې حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ښاغلی شېرزی زیاتوي: "روغتون ته د یوه زنداني مرمۍ خوړولی جسد راوړل شوی او ۷ نور زندانیان په نا معلوم دلیل مړه شوي دي، په ټوله کې له پېښې ۸ جسدونه او ۱۲ ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي."

شېرزی وایي، ټپيانو کې څلور امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

دغه زندان کې تېر ماښام د زندانیانو اعتراض پیل شو چې تر نیمې شپې یې دوام درلود.

د اعتراض پر مهال د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

تر اوسه د اعتراض او رامنځته شوې شخړې اصلي لامل نه‌دی معلوم، خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، پولیس او زندانیان هغه مهال سره ونښتل چې زندانیانو د یوه دولتي پلاوي له پلټنې وروسته د زندان یوې برخې ته اور واچاوه.

فرهاد وایي، پولیسو د زندانیانو د ارامولو لپاره هوایي ډزې کړي، خو ډېر جزئیات‌یې ورنه‌کړل.

د هرات په زندان کې څه باندې دوه‌نیم زره کسان چې بېلابېل جرمونه لري، بندیان دي.

XS
SM
MD
LG