په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو موارد په زیاتېدو دي، د روغتیا نړیوال سازمان مشر د دې وبا د دوامداره کېدو په اړه خبرداری ورکړی.
د «WHO» مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس پرون د اکټوبر په ۲۶مه، په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې د ځمکې د شمالي نیم کرې په ډېرو هېوادونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله په روغتونونو کې د خلکو د بستر کېدو پېښې زیاتې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د جدي مراقبت څانګې، په تېره د اروپا او شمالي امریکا په ګډون په ځینو ځایونو کې نوي ناروغان نهشي منلی ځکه ځای نه ورته لري.
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې له ۴۳ میلیونو زیات انسانان په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ اخته شوي او له ۱۱ لکو زیات کسان مړه شوي دي.