د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې په خوست ښار کې د پولیسو پر ځانګړې قطعې برید له نهه نیم ساعته جګړې او نښتې وروسته د مازدیګر په درې نیمو بجو پای ته ورسېد.
د برید په سیمه کې د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال غلام داود تره خېل مشال راډیو ته وویل، چې په دې نښتو کې لس بریدګر وژل شوي، چې ۳ موټر بمونه او ۷ تنه پلي بریدګر وو.
ده وویل، لومړي بریدګر د قطعې دېوال ته نږدې موټر ته چاودنه ورکړه، خو دوه نور موټر بمونه د پولیسو د ځانګړې قطعې د منسوبینو لخوا له منځه یوړل شول.
د ده په وینا، په دې برید کې د ملي امنیتي ځواکونو ۶ منسوبین هم وژل شوي، چې ۵ تنه يې د ځانګړو پولیسو او یو تن د ملي اردو افسر دی.
د خوست امنیه قوماندان وايي، چې په دې برید کې ټول ۲۵ تنه ټپیان شوي، چې ۹ تنه يې ملکي وګړي دي.
مسوولینو دا هم ویلي، چې د وسله والو د دې برید په اړه امنیتي ځواکونو سره له مخکې کشفي مالومات موجود وو.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د پولیسو ځانګړې قطعه چې خوست ښار مجاهد څلور لارې سره نږدې ده، د برید د پیل له وخته ښار ته ټول داخلېدونکې لارې او ښار تړلی و.