د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

امریکا کې د 'کووېډ-۱۹' علاج لپاره یو ډول درمل تأیید شول


د 'کووېډ-۱۹' ضد یو واکسین تطبیق
د 'کووېډ-۱۹' ضد یو واکسین تطبیق

د امریکا د خوړو او درملو مسؤلې ادارې د ویروس ضد یو ډول درمل د 'کووېډ-۱۹' د علاج لپاره په رسمي ډول تأیید کړي دي.

دې ادارې پرون د اکټوبر په ۲۲مه د ګیلاد ساینس د درمل جوړولو شرکت یو ډول درمل چې د ویکلوري په نوم یادېږي تأیید کړل.

د نوموړې ادارې کمېشنر ستیفن هان وویل چې دا درمل پر ډېرو کلینیکي ازموینو له څېړنو وروسته تأیید شول. هغه دا درمل د کرونا د وبا پر وړاندې په مبارزه کې مهم ساینسي پرمختګ وباله.

د 'کووېډ-۱۹' د علاج لپاره له دې مخکې له ستیراید، دیکسامیتازون او نورو درملو څخه هم کار اخیستل شوی دی، خو ویکلوري چې د پیچکارۍ په وسیله ناروغ ته ورکول کېږي په ا مریکا کې د دې ناروغۍ لپاره یوازني او لومړني تأیید شوي درمل ګڼل کېږي.

ویکلوري لومړی د ایبولا د علاج لپاره جوړ شوی و. ولسمشر ډونالد ټرمپ ته چې د روانې میاشتې په لومړیو کې په کرونا اخته شوی و، هم دا او ځیني نور درمل د علاج لپاره ورکړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG