د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۰۷

واشنګټن د امریکا انتخاباتو کې د ایران، روسیې او چین د مداخلې خبر تأیید کړ


د امریکا انتخابات

د امریکا متحده ایالاتو امنیتي چارواکي د دغه هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د بهرنیو هېوادونو د مداخلې خبر تأیید کړ.

دغو ټاکنو ته تر دوو اوونیو لږ وخت پاتې دی.

د امریکا د استخباراتو څانګو وار له مخه خبرداری ورکړی وو چې ایران، روسیه او چین هڅې کوي چې په دې انتخاباتو کې مداخله وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت چارواکو ویلي دي چې ایران او روسیې د امریکایي رأی ورکوونکو په اړه معلومات ترلاسه کړي او هڅې کوي چې د نومبر د درېیمې نېټې تر انتخاباتو مخکې عامه افکار اغېزمن کړي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشر جان راتکلیف د چهارشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، موږ دا تأییدوو چې د ځینو رأی ورکوونکو د ثبت اطلاعات ایران ترلاسه کړي او په جلا توګه د روسیې له لوري ترلاسه شوي دي.

جان راتکلیف
جان راتکلیف

راتکلیف او د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د دفتر رئیس کریس ورای خبري غونډې ته څرګنده کړه چې د امریکا متحده ایالات به د هر بهرني هېواد د مداخلې ځواب ورکړي او د ایران او روسیې د هڅو سربېره امریکایان د متحده ایالاتو د انتخاباتو په بهیر ډاډمن دي.

راتکلیف وویل، ایران جعلي اېمېلونه استولي دي چې رأی ورکوونکي ووېروي، ګډوډۍ رامنځته کړي او ولسمشر ټرمپ ته په ټاکنو کې زیان واړوي.

ده زیاته کړه چې ایران په لږ تر لږه څلورو ایالتونو کې د فلوریدا او پنسلوانیا په ګډون د ډیموکراتانو رأی ورکوونکو ته د وېرولو په خاطر اېمېلونه استولي دي.

له تهدیده ډک اېمېلونه په درواغو ویل کېږي چې د (پروډ بایز) په نوم د یوې ډلې له لوري استول شوي دي. په دې اېمېلونو کې راغلي دي، که چېرته تاسو ټرمپ ته رایې ورنه‌کړئ موږ به په تاسو پسې درشو.

ارشیف، ایران کې انټرنټ کاروونکی
ارشیف، ایران کې انټرنټ کاروونکی

داسې ښکاري چې له ګواښه دغه ډک اېمېلونو د ایالتونو د ثبت شویو رأی ورکوونکو له لېست څخه د کورونو ادرسونه ترلاسه کړي چې په دې اطلاعاتو کې ښایي دا معلومات وي چې دا کس د کوم ګوند پلوی دی او د اېمېلونو ادرسونه او د ټیلیفون شمېرې یې هم وي.

تر اوسه دا څرګنده نه‌ده چې دغه اطلاعات هک شوي یا بل ډول ترلاسه شوي دي. البته د رأی ورکوونکو یو شمېر اطلاعات په عام ډول ترلاسه کېدای شي.

راتکلیف وویل، د امریکا استخباراتو ورته هڅې د روسیې له لوري نه‌دي لیدلي، خو ده زیاته کړه چې د رأی ورکوونکو په اړه معلومات په دې ډول ترلاسه شوې دي لکه د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې چې ترلاسه شوي وو.

روسیه هغه وخت د امریکا په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنه شوې وه.

XS
SM
MD
LG