د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

سرور دانش: ممکن په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیات شي


د افغانستان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغانستان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال وايي، ممکن په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په هېواد کې زیات شي.

سرور دانش دا خبره نن (پنجشنبه) د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره په یوه غونډه کې وکړه.

ده وویل، د کرونا ویروس له لومړي پړاو سره ښه مبارزه وشوه، خو که اوس بیا د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شي، باید د مخنیوي لپاره‌یې تدابیر غوره شي.

په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۴ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

تر اوسه پورې په افغانستان کې د نږدې ۴۱ زره تنو د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي او څه باندې یو نیم زر تنه ورڅخه مړه شوي دي.

خو باور کېږي چې په افغانستان کې ښايي د کرونا مثبتې پېښې او ورڅخه د مړینو شمېر تر دې ډېر وي.

XS
SM
MD
LG