د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

تخار کې د وژل شویو امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر ۴۳ ته لوړ شو


تخار کې د یوه وژل شوي افغان سرتېري خپلوان
تخار کې د یوه وژل شوي افغان سرتېري خپلوان

په تخار ولایت کې د پیل شوې جګړې د تلفاتو په اړه بېلابېل راپورونه خپرېږي.

تازه د دې ولایت د حوزوي روغتون سرطبیب حفیظ‌الله صافي ازادي راډیو ته وايي چې په تخار کې د افغان پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښته کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شویو شمېر ۴۳ ته لوړ شو.

ښاغلي صافي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۰۱» وویل: "روغتون ته تر اوسه د ۴۳ شهید شویو عسکرو جسدونه راوړل شوي او ۹ ټپیان دي. نور یې شاید له ساحې څخه وړل شوي وي، خو موږ ته‌یې معلومات نه‌شته."

ښاغلی صافی وايي، په وژل شویو کې د تخار د ۹۹۹ ځانګړې قطعې او ملي پولیسو سرتېري شامل دي.د چهارشنبې په ورځ د تخار ولایت سمیه‌ییزو چارواکو رسنیو ته تأیید کړه چې د دې ولایت په خواجه غار او بهارک ولسوالیو کې د تخار د امنیت امر په ګډون ګڼ شمېر افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته تلفات اوښتي.

راز محمد دوراندېش
راز محمد دوراندېش

د تخار ولایت د والي ویاند جواد هجري تېره ورځ ازادي راډیو ته ویلي و، د دې ولایت د پولیسو د امنیت امر راز محمد دوراندېش له امنیتي ځواکونو سره د مرستې لپاره د بهارک ولسوالۍ د "مسجد سفید" سیمې ته تللی او وروسته دا پېښه رامنځته شوه.

وسله‌والو طالبانو هم بیا ادعا کړې چې په دې برید کې یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې.

که څه هم د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو د دې پېښې د تلفاتو په اړه کره شمېر له رسنیو سره نه‌شریکوي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین بیا پر طالبانو د وروستیو بریدونو د ځواب ورکولو ګواښ کوي.

هغه وویل: "له بده مرغه طالبانو په وروستیو میاشتو کې تاوتریخوالی ډېر کړی. تېره ورځ په تخار کې امنیتي ځواکونو تلفات درلودل، خو زموږ هڅه دا ده چې د افغانستان په هر ګوټ کې د طالبانو پر وړاندې ځوابي بریدونه وکړو، څو موږ خپلو سرتېرو ته ښه تجهیزات ورورسو، موږ په دې برخه کې جدي اراده لرو."

طارق ارین
طارق ارین

په ورته وخت کې له تخار ورهاخوا بیا په تېرو ۱۰ ورځو کې په هغو ولایتونو کې چې جګړې زور اخیستی، تر دا مهاله د هغو راپورونو له مخې چې ولایتي چارواکو ازادي راډیو ته تأیید کړي، افغانستان کې شااوخوا ۷۵ امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان دي.

په افغانستان کې د جګړې د شدت سره سم، امریکا او نړیوالې ټولنې له دواړو لورو غوښتي چې تاوتریخوالی راکم کړي، هغه غوښتنه چې لا پر ځای شوې نه‌ده.

XS
SM
MD
LG