بلجیم، هالنډ او جرمني په ۲۰۲۷ کال کې د ښځو د فوټبال د نړیوال جام لوبو لپاره د کوربهتوب ګډې هڅې پیل کړې دي.
دغو هېوادونو نن وویل چې دا پروګرام د (درې ملته یو ګول) په نوم مخته وړي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون تر اوسه په دې اړه د وړاندیزونو د منلو لپاره یو ضربالاجل نهدی اعلان کړی.
استرالیا او نیوزیلنډ په ۲۰۲۳ کال کې په ګډه د ښځو د فوټبال نړیوال جام لوبو کوربهتوب کوي.