د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

چين کې د انلاين انټرنېټي خدمتونو د زيانونو مخه نيول کېږي


ارشيف
ارشيف

چین په هغو قوانینو کې اصلاحات راوستي چې نه پرېږدي کم عمره ماشومانو ته د انلاین انټرنېټي خدمتونو له لارې زیان ورسېږي.

چین د انټرنېټي خدمتونو هغه قوانین تعدیل کړي چې د انلاین له لارې تراتلسو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو خوندیتوب لا پیاوړی کوي.

د رویټرز خبرې آژانس د راپور له مخې د دغو اصلاح شویو قوانینو له مخې چې د شنبې په ورځ د خلکو د ملي کانګرس دایمي کمېټې تصویب کړل، د انټرنېټي موادو تولیدونکي او د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کونکي باید لازم اقدامات وکړي.

دغه قوانین چې د راتلونکي کال د جون له لومړۍ نېټې څخه اجرایي بڼه غوره کوي، د انټرنېټ هغه مواد او انټرنېټي خدمتونه له دې منع کوي چې کم عمره ماشومانو ته داسې څه وړاندې نه کړي چې هغوی پرې روږدي شي.

دغو اصلاح شویو قوانینو له مخې، د لوبو، لایف سټریم یا ژوندۍ خپرونو، اونیو او ویډیو او د ټولنیزو رسنیو په برخه کې د انلاین خدمتونو وړاندې کونکي اړ دي، د کنټرول داسې سیسټمونه رامنځته کړي چې د بیلګې په توګه د ماشومانو وخت اود هغوی بوختیا محدود کړي.

د خدمتونو وړاندې کونکي باید د سایبري ځورونې د مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي.

میندې او پلرونه او نور د کوچنيانو پالونکي چې که ماشوم یا ماشومان یې سایبري ځورول شوی دا حق لري چې د خدمتونو وړاندې کونکي خبر کړي چې هغه لینکونه له منځه یوسي، یا یې بند کړي چې ورڅخه د سایبري ځورونې لپاره کار اخیستل شوی دی.

اصلاح شوي قوانین همداشان وړکتونونه او ښوونځي هم دې ته اړ کوي چې د ماشومانو د ځورونې یا جنسي ځورونې په اړه د عامه امنیت او د پوهنې چارواکو ته راپور ورکړي.

XS
SM
MD
LG