په هرات کې د موتای سیالۍ ترسره شوې.
د هرات د بدني روزنې ریاست فني مدیر ضیا الحق ضیا نن ازادي راډيو ته وویل، چې یادې سیالۍ د سولې جام تر نامه لاندې د ۶ کلپونو ترمنځ وشوې.
په یادو لوبو کې ۷۰ لوبغاړو له ۱۲ زونونو په درېیو کټګوریو ګډون کړی و.
د ښاغلي ضیا په خبره یادې لوبې یو ورځنۍ سیالۍ د ۱۶ لوبغاړو په بري پای ته ورسېدې.