د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۹

په غزني کې د نجونو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالي


ارشیف
ارشیف

په غزني کې د سولې او جمهوریت د ملاتړ په موخه د نجونو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالي وشوه.

د غزني د بایسکل ځغلونې د فدراسیون مسئول مزاري محجوب ازادي راډيو ته وویل،چې د دغې سیالۍ د ترسره کولو موخه د استعدادونو پېژندنه او د ورزشکارو نجونو هڅونه وبلله.

هغه زیاته کړه چې په ورزشکارو نجونو کې فوق العاده استعدادونه شته او هیله من دی چې د دغو ورزشکارانو په انتخاب سره، په راتلونکي کې وکولای شي د نورو ولایتونو د بایسکل ځغلونې له ټیمونو سره سیالي وکړي.

په غزني کې ورزشکارې نجونې د امکانانو او معیاري بایسکلونو د نشتوالي او د دولت او ورزشي ملاتړو بنسټونو پر نه پاملرنې شکایت لري.

XS
SM
MD
LG