د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سږ کال شاهین اسمایي ټيم وګاټه


شاهین اسمایي لوبډله
شاهین اسمایي لوبډله

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سږ کال شاهین اسمایي ټيم وګاټه.

پایلوبه یا فاینل د کابل په فوټبال سټډیوم کې جمعه ماښام وشو چې په کې د کابل استازي شاهین اسمایي ټیم د شمال لویدیځو ولایتونو استازي سیمرغ البرز ته په یوه ګول ماته ورکړه.

شاهین اسمايي څلور واره مخکې هم د فوټبال غوره لیګ اتلولي ګټلې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د فوټبال غوره لیګ ترسره کېدو په اړه مبارکي ورکړې او ځوانان یې ستایلي چې خلکو ته خوښۍ په برخه کوي.

هغه وویل: "دغه باهمته ځوانان له دې امله هم د ډېرې قدردانۍ مستحق دي چې نورو ځوانانو ته هم هیله او مثبت جهت ورکوي، له نشه یي توکو، تاوتریخوالي او نورو ناخوالو یې د ورزش لورته هڅوي."

د فوټبال غوره لیګ نهم دور سیالۍ د د اتو ټيمونو په ګډون شاوخوا شل ورځې مخکې په کابل کې پيل شوی و.

د ښځینه و د فوټبال په غوره لیګ کې هم هرات لوبډله د کابل په وړاندې اتلولي ته ورسېده.

د هرات او کابل ټیمونه په ټاکلي وخت مساوي و خو په پنالټي ضربو کې هراتۍ نجونو بریا خپله کړه.

XS
SM
MD
LG