د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

د اروپايي کمېسیون مشرې ځان قرنطین کړ


د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا وان دېرلین
د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا وان دېرلین

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا وان دېرلین له هغه د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو له سرمشریزې ووتله او ځان یې قرنطین کړ، چې د هغې د یوې همکارې د کرونا د ټېسټ نتیجه مثبته راووتله.

مېرمن وان دېرلین پرون سهار په بروکسل کې په دې سرمشریزه کې حاضره وه.

په دې سرمشریزه کې د اروپايي ټولنې د دولتونو مشرانو او جګپوړو چارواکو، له هغې ډلې د چک جمهوریت، لوکزامبورګ، پرتګال او هالنډ صدراعظمانو او همداراز د رومانیا ولسمشر او د اروپايي پارلمان مشر ګډون کړی و.

د اروپايي کمېسیون مشرې پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې د دې د کرونا ټېسټ منفي دی خو د یوه احتیاطي اقدام په توګه ځان په خپله قرنطین کوي.

په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د کویډ۱۹ ناروغۍ موارد زیات شوي او ځکه یې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یولړ محدودیتونه وضع کړي دي.

XS
SM
MD
LG