د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

کریستیانو رونالدو په کرونا اخته شوی


کریستیانو رونالدو
کریستیانو رونالدو

کریستیانو رونالدو په کرونا ویروس اخته شوی دی.

په 'کووېډ-۱۹' د نړۍ د دغه وتلي فوټبالر د اخته کېدو خبر د پرتګال د فوټبال فدراسیون پرون تأیید کړی.

د پرتګال د ملي ټیم کپټان او د یوونتوس بریدګر فوټبالر ۳۵ کلن کریستیانو رونالدو د ناروغۍ کوم علایم نه‌لري، خو په کور کې قرنطین دی او وضعه‌یې ښه بلل شوې.

رونالدو داسې وخت په کرونا اخته شوی چې تمه ده نن شپه د پرتګال د فوټبال ملي ټيم د اروپايي ملتونو په لیګ کې له سویډن سره مخ شي.

د راپورونو په اساس رونالدو به په څو راتلونکو لوبو کې نه‌لوبېږي.

کریستیانو رونالدو وروستی وار وړمه ورځ د پرتګال د ملي ټیم له نورو غړو سره خپل عکس خپور کړی و او لیکلي و چې: "له سټدیوم بهر او دننه سره یو موټي یو."

XS
SM
MD
LG