د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

'د کرونا ویروس جعلي پایلو له امله د افغانستان څو بهرني پروازونه لغوه شوي'


آرشیف، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر
آرشیف، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، چې ځینو لابراتوارونو او روغتونونو د "کرونا ازمېښت جعلي سندونه" صادر کړي دي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې په یو رسمي مکتوب کې له عامې روغتیا وزارت د هغو خصوصي لابراتوارونو د بندېدو غوښتنه کړې، چې مسافرو ته د کرونا ازمیښت جعلي سندونه ورکوي.

دغه مکتوب چې تېره ورځ صادر شوی او یوه نسخه یې ازادي راډیو ته رسېدلې په کې راغلي، چې په کابل کې یو لابراتوار او څلور خصوصي روغتونونو د کابل ـ امارات هوايي پرواز مسافرو ته د کرونا ویروس د ازمیښت جعلي نتایج سندونه ورکړي دي.

د هوايي چلند ادارې په دغه مکتوب کې د رایل، بلاسم ثنا، وهاج روغتونونو او بیوټیک نومونه یاد شوي دي.

د هوايي چلند ادارې صادر شوی مکتوب
د هوايي چلند ادارې صادر شوی مکتوب

خو دغه روغتونونو او لابراتوار د ملکي هوايي چلند ادارې دغه لیک ردوي.

د وهاج خصوصي روغتون رئیس محمد هاشم وهاج ازادي راډيو ته وویل: "د همدې موضوع لپاره اوس د عامې روغتیا وزارت ته راغلی یم، موږ د عامې ورغتیا وزارت له لوري ملکي هوايي چلند ادارې ته معرفي شوي و او دا اداره صلاحیت نه لري، چې دا ډول مکتوب صادر کړي، دا د دې معنی ورکوي، چې دوی له څو شرکتونو سره قرارداد کړی وي، چې زموږ لابراتوارونو وتړل شي او صرف هغه لابراتوار چې هغوی سره قرارداد لري کار وکړي."

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي وايي، یو شمېر هوايي شرکتونو ورته ویلي، چې په کابل کې د یو شمېر خصوصي لابراتوارونو د کرونا ویروس د ازمیښت نتایج غلط دي.

د کرونا ویروس د ازمیښت وسیله
د کرونا ویروس د ازمیښت وسیله

د نوموړي په خبره ده، چې د دغه شرکت د مسافرو د ازمیښت سندونو کې نتایج منفي و، خو کله چې بهر کې ازمیښت شوی، د ازمیښت نتایج یې مثبت ښودل شوي دي.

هغه زیاته کړه: "دا د افغانستان ملکي هوايي چلند او روغتیا عوایدو برخې ته یوه ضربه ده، نو له همدې امله د ملکي هوايي چلند ادارې رئیس عامې روغتیا وزارت ته یو مکتوب صادر کړ، چې دغه موضوع په جدي ډول تعقیب کړي."

په کابل کې د ځینو لابراتورونو له لوري د کرونا ویروس د جعلي نتایجو د اسنادو صدور په افغانستان کې د ننه هم یو شمېر هوايي شرکتونو ته سر خوږی جوړ کړی دی.

د کام ایر هوايي شرکت د سوداګرۍ رئیس سلیمان وايي، د ځینو لابراتوارونو له ادرسه د کرونا ویروس د ازمیښت د جعلي نتایجو د صدور له امله له افغانستان بهر د د دوی څو پروازونه لغوه شوي دي.

د نوموړي په وینا په دې کې یو هم د کویټ ـ کابل ترمنځ پرواز و چې اجازه ورنه کړل شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویانده معصومه جعفري وايي، یو شمېر روغتونو او لابراتوارونو ته په دې اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

جعفري وویل: "موږ په دې اړه مخکې هم نمونې درلودې، خبرداری مو ورکړی، که یو ځل بیا هم داسې موارد تر سترګو شوه، نو د روغتیايي مرکز د تړلو امکان هم شته."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د روان کال په لومړیو کې له افغانستانه نورو هېوادونو ته پروازونه بند او کورني پروازونه هم محدود شول.

خو له تېرو دوو میاشتو راهیسي افغانستان له متحده عربي اماراتو، پاکستان، عربستان، کویټ او یو شمېر نورو هېوادونوسره په دې شرط بېرته پروازونه له سره پيل کړل، چې مسافر باید په سفر کې د کرونا ویروس د ازمیښت نتایج له ځان سره ولري.

څه موده وړاندې د کابل استانبول او انقرې ترمنځ پروازنه بېرته پیل شول، خو یو ځل بیا وځنډول شول، ترکیې یې لامل د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی یاد کړ، خو د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، ممکن لامل یې د ځینو لابراتوارونو له لوري د کرونا ویروس د جعلي سندونو صادرېدل وي.

XS
SM
MD
LG