د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

ښايي جرمني کې یوه ښځه د ټوخي له امله زنداني شي


ارشیف
ارشیف

د اروپا په ډېرو سیمو کې په وروستیو دوو میاشتو کې له کرونا ویروس نه وېره لږ کمه شوې وه، خو اوس بیا دا وېره زیاته شوې ده ځکه چې په اوسط حساب د اروپایي ټولنې په اووه ویشت غړیو هېوادو کې د څلورویشت ساعتونو په ترڅ کې د کرونا مثبتې پېښې تر یولک اوړی.

په دې ترڅ کې په جرمني کې یوې ښځې خپل ماسک لرې کړی دی او د یوه سړي په لور یې ټوخلي دي چې په کتار کې د دې شاته نږدې ولاړ و.

دا پېښه د جرمني په سویل کې په اوبر تاو رینګن ښارګوټي کې چې د بادین ورتیمبرګ په ولایت کې دی، د یکشنبه په ورځ پېښه شوې ده.

جرمني اژانس( دي پي اې) د پولیسو د یوه ویاند په وینا خبر ورکوي چې د دې ښځې پر ټوخي شکمن دی او وای، چې د شپېته کلن سړي په لور یې چې څو سانتي متره تر دې شاته و، ټوخلي دي.

پولیس وایي، چې دا میرمن نږدې دېرش کاله عمر لري او تر ټوخي وروسته یې بېرته خپل ماسک اغوستی دی.

عیني شاهدانو پولیس له پېښې خبر کړي دي او پولیسو پېښه په کمرو کې څارلې ده.

پولیس وایي، که چېرته دا مېرمن په کرونا ویروس اخته وي نو دا بل ته د جسمي صدمې د جرم په حساب کې راځي.

XS
SM
MD
LG