د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

ټرمپ په کرونا له اخته کېدو وروسته خپل انتخاباتي کمپاین ته ستون شو


ولسمشر ډونالد ټرمپ
ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ډونالد ټرمپ په 'کووېډ-۱۹' له اخته کېدو وروسته، پرون د اکټوبر په ۱۲مه د لومړي ځل لپاره خپل انتخاباتي کمپاین ته راستون شو او د فلوریډا په سانفورډ ښار کې یې د کمپاین په غونډه کې ګډون وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته له ۳ اوونیو لږه موده پاتې ده. ټرمپ په دې غونډه کې د کرونا د وبا د مخنیوي او له دې ناروغۍ د ده د رغېدو په برخه کې د اجرااتو په خاطر د خپلې ادارې ستاینه وکړه.

ټرمپ د غونډې ګډونوالو ته چې یوازې څو تنو یې ماسکونه لرل او ټولنیز واټن‌یې رعایت کړی و، د وینا پر مهال وویل چې ده دا ناروغي تېره کړه او نور نو خوندي دی.

د ټرمپ ډاکتر سکاټ کونلي له دې غونډې مخکې په یوه بیان کې ویلي و چې د امریکا د ولسمشر د کرونا ټسټ په تېرو څو ورځو کې پرله‌پسې منفي و.

XS
SM
MD
LG